د فېسبوک کمپنۍ ویلي، چې پاکستاني هکرانو د افغانستان سقوط پرمهال د پرځول شوي حکومت یو شمېر کارکوونکي په نښه کړي دي.

یادې کمپنۍ ویلي، چې د پاکستاني هکرانو دغه ډله سایډ کاپي‌ نومیږي او د افغان کارکوونکو فېسبوکونو سره یې د ځینو وېبسایټونو لینکونه شریکول چې مالوېر (malware) یې درلود او له همدغې لارې یې د خلکو وسایل څارل.

د فېسبوک مالوماتو پر بنسټ، هکرانو د ځوانو نجونو اکاونټونو او صفحو په جوړولو سره د پورته یادو شویو کسانو ترمنځ د اعتماد سازۍ لپاره هغوی ته لنډ پیغامونه لیږل او بیا یې د دوي د موبایلونو له لارې مالوماتو ته لاسرسی مونده.

پاکستاني هکرانو په دې کار په کابل کې د اردو، پولیسو او ملي امنیت په ګډون د افغانستان پخواني حکومت پورې تړلي کسان خپل هدف ګرځولي وو.

د یادونې ده چې فېسبوک کمپنۍ د دې ډلې ټول معلومات د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي دي.