د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي وایي، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هند په لمسون د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړول.

قریشي یادې څرګندونې تېره ورځ د پاکستان پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې یوې ځانګړې ناستې ته کړې دي. هغه دغه راز ویلي، چې هند د افغانستان اوسني وضعیت په اړه ناسم تبلیغات کوي او غواړي چې د نړیوالو سترګو ته خاورې ور وشیندي.

نوموړي یادې ناسته کې دا هم ویلي، چې نړیوالې ټولنې ته یې قناعت ورکړی چې باید افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

تر اوسه پخواني ولسمشر او ټیم یې د قریشي یادو خبرو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یادونې ده چې پاکستان تېره اوونۍ د ترویکا پلس ناستې کوربه و چې پکې د امریکا، روسیې او چین استازو ګډون درلود. په دې غونډه کې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.

دغه راز هند هم تېره اوونۍ د سیمې هېوادونو ملي امنیت شورا سلاکارانو د غونډې کوربه و.