د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه لوبه کې نن ماښام له انډونیزیا سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د مالوماتو له مخې دغه لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې د ترکیې په گلوبل‌ اسپورت ارنا لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې ملي لوبغاړو د یادې لوبې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او له تېرو څو ورځو راهیسې یې تمرینات ترسره کړي دي.

دغه لوبه د اسیا ملتونو جام د انتخابي سیالیو چمتووالي لپاره د دواړو ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي.