نیویارک ټایمز لیکلي، چې د پاکستان حکومت لا هم افغانستان ته د هند مرسته شویو غنمو ته د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې.

د راپور له مخې، پاکستان د هغو ۵۰ زرو ټنو غنمو د لېږد اجازه تر اوسه نه ده ورکړې، چې هند غواړي د بې وزلو افغانانو سره د مرستې لپاره یې افغانستان ته ولیږي.

سره له دې چې پاکستان څه موده وړاندې ویلي وو، چې دغه غنمو ته به د لېږد اجازه ورکړي خو لا یې هم په خپلې ژمنې وفا نه‌ده کړې.

سیاسي شنوونکي وایي، که څه هم پاکستان په وار وار دا ویلي، چې له افغانستان سره باید بیړنۍ مرسته وشي خو د خپلو سیاسي تربګنیو او دوه مخی سیاست له کبله بې وسه افغانانو ته د غنمو د لېږد ته د رسیدو اجازه نه ورکوي.

د راپورونو په حواله د تېرې جمعې په ورځ د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي له عمران خان سره لیدلي دي او په دې اړه یې ورسره خبرې هم کړي دي، چې دغه مرسته شوي غنم دې افغانستان ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راتلونکي ناورین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې دمګړی یوازې پنځه سلنه خلک کافي خوراکي توکو ته لاس‌رسی لري.