Sunday Jan 21, 2018

چین له افغانستان سره د دوهمې سپوږمکۍ (افغان سټ ۲) په برخه کې همکاري کوي

نوشته شده توسط khaama - Fri Apr 21 2017, 7:29 am

د افغانستان د مخبراتي او معلوماتي تکنالوجی وزارت چارواکي وایي، د چين هېواد به له افغانستان سره د دوهمې سپوږمکۍ يا افغان سټ ۲ په برخه کې همکاري کوي.

ښاغلی انجنیر سید احمد شاه سادات، د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجی وزارت سرپرست همدانګه زیاته کړه چې د چين له کاشغر څخه به د واخان له لارې شاوخوا ۴۸۰ کيلومتره نوري فايبر تر فيض اباد پورې وغځول شي.

هغه نن خبریالانو ته وویل، چې نوري فایبر به د ورېښمو د بريښنايي لارې په جوړېدو کې مهم رول ولري.

د ښاغلي سادات په وینا، د افغانستان او چین ترمنځ د نوري فایبر شبکې پیوستون پروژه د نړېوال بانک لخوا تمويلېږي.

د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجی سرپرست وایي، دغه پروژه په راتلونکو دوه اونيو کې به يې لومړني کارونه لکه د تخنيکي ټيمونو جوړول، سروې او نور پيل شي.

ښاغلي سادات همداراز وويل، چې د نوري فایبر شبکې پیوستون پروژه په راتلونکو دوه کالو کې به تکميل شي او له دې سره به زمونږ د انټرنيټ سرعت دوه برابره شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید