د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې سوداګرو خوندیتوب لپاره به دوی ته د وسلو د لېږد جوازونه ووېشي.

د یاد وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو دا پرېکړه وروسته تر هغې کړې چې ګڼ شمېر سوداګرو د خوندیتوب په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له طالبانو سره شریکې کړې وې.

د ښاغلي خوستي په خبره، کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ملي سوداګرو د امنیت د ټینګښت په برخه کې شته ستونزې حل کړي، اوس د دوی د امنیت په ټینګښت جدي کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو ځواکونه د سوداګرو د امنیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

تر دې وړاندې طالبانو په هېواد کې د ټولو وسله‌والو څخه وسلې ټولې کړې دي.