د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې له نیوزلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

افغانستان تر دې وړاندې څلور لوبې ترسره کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللې دي.

د لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکوونکې سیالۍ ده، چې غواړي د ډېرو نمرو په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

په B ګروپ کې پاکستان لوبډله د ۸ امتیازونو په لرلو سره نیمه پایلوبې ته وتلې، خو نیوزیلنډ بیا د د ۶ امتیازونو په لرلو سره دویم او هندوستان او افغانستان څلورو څلورو امتیازونو په لرلو سره درېیم او څلورم دي.

افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه په داسې مهال ترسره کوي چې د نړیوال درجه بندۍ له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په مستقیم ډول د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اووریز جام دویم پړاو ته لار ومونده.

په ورته طالبانو تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی الرونډر میرویس اشرف د کرکټ بورډ نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

تر دې وړاندې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ رییس و.