د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې له چابهار بندر څخه د افغان صادراتو لړۍ درېدلې ده.

د یادو مسوولینو په خبره، د هند په نوا شیوا بندر کې د تخنیکي ستونزو له امله سوداګر نه شي کولای خپل مالونه د چابهار بندر له لارې صادر کړي.

د دې ادارې شمېرې ښيي، چې له دې بندر څخه په هرو ۱۵ ورځو کې د خوراکي توکو یوه لویه بېړۍ افغانستان ته لېږدول کېږي، خو د له دې ځایه بیا صادرات بند شوي دي.

د مالوماتو له مخې، افغانستان ډېری بوره او غوړي د همدې بندر څخه له اماراتو څخه افغانستان ته واردېږي.

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ګڼو بندرونو کې په وارداتو او صادراتو کې ستونزې راولاړې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان سوداګرو هم څه موده وړاندې ویلي وو چې له طالبانو سره په سوداګرۍ کې ستونزې لري.

هغوی ویلي، چې طالبان په عصري ټکنالوژۍ او کمپیوټر نه پوهېږي ځکه د کارونو له ځنډ سره مخ کېږي او تاوان کوي.