د یاهوو شرکت ویلي، چې په چین کې یې د ستونزمن عملیاتي چاپیریال له کبله خپل خدمات بند کړي دي.

د دې شرکت مسوولینو په خبره، دا اقدام د نومبر له لومړۍ نیټې څخه “په تجارت کې د زیاتیدونکو ننګونو او قانوني محیط له امله، د اجرا وړ دی.

د مالوماتو له مخې، یاهوو د محدودیتونو له امله دا اقدام په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې پر انټرنټي کمپنیو نور محدودیتونه هم وضع شوي‌ دي.

په چین کې داسې مهال د یاد شرکت خدمات بندېږي چې د ځینو محدودیتونو له کبله ګڼې نورې انټرنټي شرکتونو هم خپل خدمات بند کړي دي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د یاهو د چین څانګې په ۲۰۰۴ کال کې چینایي چارواکو ته داسې معلومات ورکړل چې د حد اقل دوو مخالفینو د بندې کیدو لامل شول. امریکایي قانون جوړونکو او فعالینو د یاهو دا اقدام وغانده او یاهو هم له خپل دې کاره بښنه وغوښتنه.

چین تر دې مخکې فیسبوک، ګوګل او د ټولنیزو رسنیو د پلټنې ګڼ شمیر نړیوال ویبسایټونه هم بند کړی دی. خو کارونکي اوس هم کولی شي د “وي‌ پي ان” virtual private network څخه په استفادې دغو ویبسایټونو ته لاسرسی ولري.