د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په درشل کې نن خپله څلورمه لوبه د هند پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه نن ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې د دوبۍ په زاید سټډیوم کې ترسره کېږي. افغانستان تر دې وړاندې درې لوبي کړي، له سکاټلند او نمیبیا یې ګټلي خو پاکستان ته یې بایللې ده.

هند بیا دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللې دي. د افغانستان لوبډلې تیز توپ اچوونکی حمید حسن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې تمه لري دا لوبه له هند وګټي، څو افغانستان وکولای شي نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د مالوماتو له مخې، افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د نیوزلنډ پر وړاندې د راتلونکي یک شنبې په ورځ ترسره کړي.