د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د شل اوریزو نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له سکاټلند څخه د ۱۳۰ منډو په توپیر وګټله.

افغان لوبډله په دې لوبه کې د درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود په غږولو د لوبې ډګر ته ښکته شول، هغه چې د کرکټ لیدونکي او ان لوبغاړي یې احساساتي کړل.

د طالبانو د راتګ وروسته دا لومړی ځل و، چې په نړیوال ستیج کې د بیرغ رپېدو ترڅنګ ملي سرود وغږول شو.

د کرکټ یادې بریا وروسته ګڼو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د سیاسي څېرو، لوبغاړو او ان طالبانو بېلابېل غبرګونو سره مخ شو.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ټوېټرپاڼه د دې بریا مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي چې دا ملت ژوندی دی او هېڅوک يې يرغمل نشي ساتلی.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په خپله رسمي ټوېټرپاڼه د دې لوبې د ګټلو مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي، چې طالبان هم د دې لوبې بریا ستایي او په راتلونکي کې د لا ډېرو بریاوو غوښتوونکي دي.

دغه راز د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا لیکلي، د کرېکټ اتلانو زړورتيا او ملي ارزښتونو ته د دوی د ژمنتيا له امله دوی ته سلام کوم.

د لوبې په پای کې د دې سیالۍ غوره لوبغاړي مجیب ځدراڼ چې د مخالفې لوبډلې پنځه کسان یې وسوځول وویل، د دې بریا اصلي راز د هېواد درې رنګه بیرغ و.

هغه لیکلي:

زه ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول له هغه مینوالو مننه کوم چې لوبغالي ته زموږ د هڅونې لپاره راغلي ول، د دوی مینه او د افغانستان درې رنګه بیرغ زموږ مورال لوړ ساتلی.

افغانستان به خپله دویمه لوبه د جمعې په ورځ له پاکستان سره ترسره کړي.