د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد ملي لوبډله نن په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلنډ سره ترسره کوي.

د راپورونو له مخې، افغانستان او سکاټلند له ۲۰۱۳م کال راهیسې پنځه شل اووریزې لوبې کړي چې پنځه واړه یې افغانستان ګټلې دي.

دواړه لوبډلې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۶ کال په نړیوال جام کې مخامخ شوې وې چې هغه مهال افغانستان په ۱۴ منډو لوبه ترې ګټلې وه.

افغانستان تر دې وړاندې خپله یوه تمریناتي لوبه جنوبي افریقا ته وبایلله او بله یې بیا له ویسټ انډیز وګټله.
د افغانستان ملي لوبډلې کپټان محمد نبي هیله ښوودلې چې په روان نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولري.