د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ویډیويي پیغام کې له امریکايانو غوښتي، چې امریکا ته رسېدلو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

ښاغلي بلېنکن دغه راز ویلي، دا د امریکایانو پخوانی دود دی چې د نورو هېوادونو وګړي په ځانګړې توګه هغه کسان چې ستونزو او جګړو څخه تښتي، مني.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د مذهبي ډلو، خیریه بنسټونو، دولتي مقاماتو او عادي اوسېدونکو وغوښتل چې د افغان مهاجرو سره نه یوازې امریکا ته د راتګ پر وخت بلکې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې مرستې وکړي.

په افغانستان کې جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره کسان له هېواد ووتل چې له دې ډلې نږدې ۷۰ زره کسان په امریکا کې مېشت شول.