د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په افغانستان کې د ناورین د زیاتېدو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

یادې ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي، چې د افغانستان د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لارې وموندل شي.

ښاغلي ګراندي د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ په ۷۲ مه کلنۍ اجرايي غونډه کې ویلي، لسګونه میلیونونه افغانان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې بې ځایه شوي او وروستیو تحولاتو لا پسې نوې ننګونې رامنځته کړي. د هغه په خبره:

که په څو راتلونکو اوونیو کې افغانستان سره بشري مرستې ونه شي نو په باور ویلی شم چې ناورین به نور هم ډېر شي. دا ډول ګډوډي به په لویه اندازه په کور دننه او ممکن بهر د خلکو د بې ځایه کېدو لامل وګرځي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په تړاو دا اندېښې په داسې مهال شریکې کړي، چې تر دې وړاند اروپایي ټولنې هم د افغانستان اقتصادي سیسټم د سقوط خبرداری ورکړی و.