د طالبانو حکومت سرپرستې کابینې په خپله غونډه کې پرېکړه کړې، چې د پاسپورټونو او تذکرو د وېش لړۍ پیلوي.

په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې خلکو ته د پاسپورټ او تذکرې د وېش لړۍ پیل کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، چې پخواني وېشل شوي پاسپورټونه او تذکرې د اعتبار وړ دي خو ښايي په راتلونکي کې د امارت په نوم ووېشل شي.

اوس د باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه نوي پاسپورټونه به د امارت اسلامي په نوم جوړ او ووېشل شي.

طالبانو د روان میلادي کال اګسټ میاشتې ۱۵مه کابل ونیوه خو تر اوسه هم د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.