طالبانو د چارو ادارې د رسمي فېسبوک‌پاڼې ترلاسه کولو وروسته ویلي، چې افغانستان کې ژوند او حکومتداري ورځ تر بلې مثبت لوري ته ګام اخلي او د الله تعالی په نصرت ستونزې په حل کېدو دي.

د چارو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چارو ادارې لوی ریاست چې د امارت د مقام او ریاست الوزراء د اداري چارو مسوولیت په غاړه لري، ورسره د حکومت د بېلابېلو وزارتونو او مستقلو ادارو تر منځ د هماهنګۍ، د چارو د نظارت، تعقیب او تسهیل دنده هم لري.

دغه راز لیکل شوي، چې د وروستي تحول په جریان کې د اسلامي امارت مخالفو رسنیو د معلوماتو له خلا څخه ناوړه استفاده وکړه او ټوله هڅه یې دا وه چې د افغانستان حالت ویروونکی او نهیلي کوونکی وښيي.

اسلامي امارت په داسې مهال د حکومت داري د ښه کېدو په تړاو خوشبیني ښيي، چې د اروپايي ټولنې بهرني سیاست مشر جوزف بورل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د سقوط خبرداری ورکړی دی.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیسټم د خرابېدو په مخ روان دی.