د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې فرانسوي ځواکونو په افریقا کې د داعش ډلې مشر وژلی دی.

ښاغلي مکرون په خپله شخصي ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د داعش وژل شوی مشر عدنان ابو ولید الصحراوي نومېږي، خو په اړه یې ډېر جزییات نه‌دي ورکړي.

هغه ویلي د نوموړي وژنه د افریقا په ساحل سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه لویه بریا ده.