په ارګ کې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې، چې هېواد ته په دې وروستیو کې راوړل شوې بشري مرستې دې په پنجشېر کې ووېشل شي.

د افغانستان ملي راډیو د طالب چارواکو له قوله لیکلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې چې د سوداګرو، صرافانو، مهمو کارپوهانو او مشهورو برجسته کدرونو د تحفظ اړونده لازمو سهولتونو برابرولو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

دغه راز د کابینې غونډه کې د ریيس الوزراء له لوري ټولو سرپرست وزيرانو ته حکم شوی، چې خپلو رسمي چارو ته جدي پاملرنه وکړي. له امنیتي او دفاعي چارواکو هم غوښتل شوي، چې د کابل ښار د امنیت لپاره دې ګډه همکاري او همغږۍ لا پیاوړې کړي.

طالبان په داسې مهال په خپلو منځو کې د کابینې غوڼډې کوي، چې تر اوسه د سیمې او نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو نومول شوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.