د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، که چېرته طالبان یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي په افغانستان کې دایمي سوله راتللی شي.

هغه د افغانستان روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که طالبان ونه‌شي کړای یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي، دا کار به د ګډوډیو او د ستر بشري ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شي.

ښاغلي خان دغه راز له نړیوالو غوښتي، چې طالبانو ته دې فرصت ورکړي. هغه ویلي:

نړیواله ټولنه باید د افغانو ښځو د حقونو د رعایت او د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره طالبان وهڅوي، ځکه د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی، له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې اساسي توقعات دي.

عمران خان او نړۍ په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه په داسې مهال کوي، چې طالبانو په خپله اعلان شوې کابینه کې ټول خپل کسان معرفي کړي دي.