د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت لاملین خپله افغانان دي.

نوموړي د یوې برېټانیايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د پخواني ولسمشر غني تلل په افغانستان کې په سوله‌ییز ډول د واک لېږد ګډوډ کړ.

خلیلزاد دغه راز د تېر حکومت د سقوط کېدو لامل اشرف غني بللی او ویلي یې دي، چې، د غني تېښته ددې لامل شوه چې د واک د لیږد طرحه او کابل ته د طالبانو د نه دننه کېدو بهیر له ناکامۍ سره مخ شي.

تر دې وړاندې رویټرز د یو شمېر امریکايي چارواکو او ډيپلوماتانو له خولې یو مطلب خپور کړی و، چې پکې لیکل شوي وو خلیلزاد د امریکا تر ټولو لویې ناکامۍ مسوول دی.

په دې مطلب کې راغلي وو، خلیلزاد په دې تېره درې کلنه موده کې طالبان له سیاسي اړخه تقویت کړي او په مقابل کې یې د افغان حکومت دریځ کمزوری کړی دی.

خو ښاغلي خلیلزاد بیا په دې مرکه کې ویلي، چې افغان لوری خبرو ته حاضر نه شول او دغه راز حکومت سقوط وکړ چې په خبره یې په دې کې نوموړی او امریکا مسوول نه دی.

د یادې مرکې په یوه برخه کې زلمي خلیزاد ویلي:

د جوړې شوې طرحې له مخې، ټاکل شوې وه چې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه تر یوه توافق پورې، محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر په توګه په خپله دنده پاتې شوی وای، خو هغه داسې ونه‌کړل او وتښتېد.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر چارواکو ښاغلی خلیلزاد د دوه مخې سیاست په چلولو تورن کړی و.