د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن ویلي، چې امریکا به پر طالبانو اوسني بندیزونه لرې نه‌کړي.

نوموړي د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د سناتورانو پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې که طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې، د سفر د آزادۍ او بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره نکړي، نو پر دې ډلې به لا نور بندیزونه ولګېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د افغانانو سره خپلې بشري مرستې دوامداره ساتي او دغه راز د افغانو ښځو، نجونو او اقلیتونو د ملاتړ په برخه کې د تمرکز لپاره د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی ګومارل کېږي.

امریکا همدا وړمه ورځ په جنیوا کې له افغانستان سره د ۶۴ میلیون ډالرو بشري مرسته اعلان کړه.

امریکا په داسې مهال پر طالبانو د بندیزونو نه لرې کولو خبره کوي، چې د طالبانو نوې کابینې ګڼ شمېر غړي د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دي.