د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وایي، چې په افغانستان کې لوږه مخ په زیاتېدو ده او شاوخوا ۹۳ سلنه کورنۍ د خوړلو لپاره کافي خواړه نه‌لري.

د WFP سیمه‌ییز مسوول مرستیاله انتیا ویب وايي، د افغانستان ګڼ شمېر کورنۍ سختې ورځې شپې سبا کوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر بد حالات رغمي.

یاد پروګرام دغه راز خبر ورکوي، چې په خوارځواکۍ اخته د ۲ میلیونو افغان ماشومانو په ګډون چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خاصې تغذیې ته اړتیا لري،۱۴ میلیون کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په ورته مهال ملګري ملتونه نن په جینوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولو لویه غونډه جوړوي.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره په سملاسي مرستو ټینګار وشي او دغه راز د دې مرستو لېږدولو لارې به ولټول شي.