ارشیف، د ملکي وګړو جسدونه

په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، چې په دې وروستیو کې د طالب جنګیالیو لخوا د بشر ضد جنایتونو مسوول د دې ډلې مشران دي او باید د خپلو جنګیالو د جنایتونو مسوولیت ومني.  

سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې وسله‌والو طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې ملکي وګړي د غچ اخیستلو په موخه وژلي، چې دا کار د نړیوالو اصولو خلاف یو سخت جرم او جنایت دی. 

د سفارت په خبره، چې باید د دغو پېښو څېړنه وشي او په دې برخه کې ټول مسوول طالب مشران وګڼل شي.

بلخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو لخوا وروستیو بریدونو په ډېرو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کسان د سر د خوندیتوب په خاطر د کډوالۍ ژوند ته اړ شوي دي.

یوناما لیکلي، چې یوازې په هلمند او کندهار د وروستیو جګړو له امله سلګونه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.