په کابل کې  د امریکا سفارت یو ځل د افغان جګړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو وروستي بریدونه یې د دوحې تړون خلاف عمل بللی دی.   

سفارت ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره سم وسله‌والو طالبانو په ډېرو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی، چې د ډېرو ولسوالیو مرکزونه یې تر کنترول لاندې راوستلي دي.  

د دوی په خبره، چې که څه هم طالبانو بریدونه زیات کړي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خورا پیاوړي دي، ځکه تر دې دمه یې دې وسله‌والې ډلې ته ښه ځواب ورکړی دی.  

شارژدافیر دا هم ویلي، چې وسله‌والو طالبانو دا بریدونه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له پیل سره سم پیل کړل، خو زیاتوي چې په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو دا ډله په ډېرو سیمو کې بېرته پر شا تمبولې او ډېرې سیمې یې بېرته ترې نیولې دي.  

خو سفارت اندېښمن دی چې د طالبانو له پرله‌پسې بریدونو څرګندېږي، چې دا ډله د دوحې تړون ځینو برخو ته پابنده نه دي او نه له افغان دولت سره د سولې خبرو ته زړه ښه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ناټو ځینو غړو هېوادونو د طالبانو وروستۍ حملې د زور له لارې واک ترلاسه کول وبلل، خو پرېکړه یې وکړه چې په افغانستان کې څوک د زور له لارې واک ته ورسېږي، نو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته به د منلو وړ نه وي.