د ملګرو ملتونو د دفتر انلاین خپرونې «ریلیف وېب» د افغانستان په اړه په تازه کرښو کې ویلي، چې جګړې د ملکي افغانانو ژوند له سخت خطر سره مخ کړی او په خبره یې چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.   

ریلیف وېب د «افغانستان تنها نه شو پرېښودای» تر سرلیک لاندې په تازه مقاله کې ویلي، څومره چې افغان سرتېري د خپل هېواد ځینې برخې وسله‌والو ته پرېږدي، په همدې کچه د ملکیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، ځکه هغو سیمو ته بشري مرستې نشي رسېدای.

په مقاله کې پر نړیواله ټولنه غږ شوی، چې د هغو لسګونو زرو افغان مېرمنو، نارینه او ماشومانو لاسنیوی وکړي، چې جګړو یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. 

د ریلیف وېب د معلوماتو له مخې، چې د جولای له ۱۴مې ۲۷۰،۰۰۰ افغانان له خپلو مېنو تښتېدلي او د خپل ژوند د خوندیتوب په لټه کې دي.  

په مقاله کې دا هم راغلي، چې که په افغانستان کې جګړه همداسې دوام وکړي، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ناورین به رامنځته شي.