جمعه, اکتوبر 17, 2025
خانهافغانستاند هېواد په ډېرو ولایتونو کې د توکو بیې لوړې شوې

د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د توکو بیې لوړې شوې

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې که په هېواد کې روان تاوتریخوالي همداسې دوام وکړي، نو په بازارونو کې به د توکو بیې لا لوړې شي.

د دې خونې یو مسوول رسنیو ته ویلي، چې وروستیو جګړو پر مارکېټونو او سوداګرۍ منفي اغېز کړی او په خبره یې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو هېواد به له یوه خطرناک حالت سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو جګړو له امله د یوه ډالر بیه تر ۸۱ لوړه شوې ده، چې افغان چارواکو دا حالت یو بېساری تحول بللی دی. 

بلخوا د سوداګرۍ خونو د مدیره پلاوي غړي «خان جان الکوزي» د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې د ځینو بندرونو راتلل د اندېښنې وړ وبلل او په خبره یې چې د هېواد ډېر سوداګر یې له خطر سره مخ کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه