خانه افغانستان د الینګار ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولین طالبانو ته د دې ولسوالۍ...

د الینګار ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولین طالبانو ته د دې ولسوالۍ پرېښودو په تور نیول شوي

0
620

د لغمان ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولین مخکې له دې چې ولایتي رهبري په جریان کې کړي، نن سهار له ولسوالۍ وتلي او هلته یې وسایط او نور تجهزیات پرېیښي دي.

خبرپاڼه وایي، د الینګار چارواکو د طالبانو ځپلو په موخه د مرستې غوښتنه کړې وه چې په وخت ورته د هوايي ځواک په ګډون هر څه رسېدلي وو.

په یاده خبرپاڼه کې دغه راز ویلي شوي چې نیول شویو مسوولینو ته به سخته سزا ورکړل شي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید