د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې یواځې ځانمرګي بریګر وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۵ ویالې سیمې مارکو بازار ته څېرمه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ځآنمرګي بریدګر له لورې موټر بم چاودنه شوې،چې په پېښه کې یواځې ځآنمرګی بریدګر وژل شوی دی .

 خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد ځانمرګي بریدګر چې په الټو ډوله موټر کې یې چاودیدونکې توکې ځآی پر ځآی کړي و،غوښتل یې په یاده سیمه د کوکنارو د لمنځه وړلو د کمپاین کوونکو په قرار ګاه،چې ټولو مسؤلینو په کې شتون درلود،برید ترسره کړي.

بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې په ځآن پورې تړلو او موټر کې ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې یواځې بریدګر وژل شوی او څېرمه یو بل کرولا ډوله موټر چې په کې نشه یې توکې کېښودل شوي،زیانمن شوی دی.

تېره ورځ امنیتي مسؤلینو په ۲۵ ویالې سیمه کې په  یو کور کې ورته الټو ډوله موټر چې په کې چاودیدونکې توکې د موټر بم چاودنې په موخه ځای پر ځای شوي و،هم کشف او خنثی کړ.