په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی، چې د سولې لار غوره کړي او له روان‌کړي تاوتریخوالي لاس واخلي.  

د دغه سفارت په یوه اعلامیه کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي او هره ورځ د سلګونو افغانانو د قربانۍ مسوول طالبان دي.

د سفارت ویاند «نیډ پرایس» طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې نړۍ به هېڅکله په افغانستان کې هغه حکومت ونه مني چې د خپلو خلکو ترمنځ مشروعیت او د بشر حقونو ته درناوی ونه لري.

سفارت په افغانستان کې د طالبانو لخوا وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، چې طالبان باید نور د جګړې پرځای له افغان حکومت سره سیاسي جوړجاړی وکړي، چې هېواد یې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.   

د سفارت په اعلامیه کې همداراز د امریکا د استازې «لنډا تامس ګرین فیلډ» هغه خبرې هم را اخیستل شوې، چې ویلي یې دي، ټول افغانان د ورځني ژوند حق لري، چې باید له کومې وېرې پرته بازار، ښوونځیو او خپلو دندو ته لاړ شي.  

د امریکا سفارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پرون هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» ویلي وو، که وسله‌وال طالبان خپلې وروستۍ ډله‌ییزې حملې بندې نه کړي، نو د دوی لخوا به پرې هوايي بریدونه پیل شي.