د ملي مصالحې عالي شورا ویلي، چې طالبان دې د جګړې پرځای د سولې لار غوره کړي او په هېواد کې دې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

دې شورا په افغانستان کې د طالبانو لخوا روان تاوتریخوالي ته اندېښمن څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو باید نور د جګړې پرځای د سولې خبرې پیل کړي.  

د مصالې شورا ویاند فریدون خوځون تېر ماښام رسنیو ته وویل، چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده، طالبان باید د جګړې پر  ځای د سولې بحثونه پیل کړي.   

خوځون زیاته کړه، چې هېڅ لوری باید پر جګړه ټینګار ونه کړي، پکار ده چې ټول تمرکز پر خبرو وشي او په خبره یې چې طالبان باید په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي ټیم سره د سولې خبرې پیل کړي.

بلخوا بیا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، چې تر اختر وروسته د دوی ترمنځ څو غونډې شوې، خو زیاتوي چې د افغان دولت مذاکراتي هیئت دغو مذاکراتو ته لېوالتیا نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پيل سره سم جګړو زور اخیستی او هره ورځ لسګونه افغانان د دې جګړې قرباني کېږي.