د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې طالبان د سولې په برخه کې سیاسي حل‌لارې ته لېوالتیا نه لري او په خبره یې چې دا ډله د پوځي پرمختګ سوچونه کوي.

عبدالله پرون له اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل د خپل پوځي پرمختګ لپاره ګټور بولي او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې هڅې کمزورې کړې دي.

د عبدالله په خبره، چې طالبانو ته ممکن ځان پیاوړی ښکاري، خو په وینا یې چې د دوی دا ډول محاسبه غلطه ده.

عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه ته په اشارې هم ویلي، چې دا ناسته به هغه وخت کېږي، چې دواړه لوري د سولې خبرو ته جدیت ښکاره کړي.

بلخوا طالبان دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې دوی د سولې په برخه کې تر پوځي لارو مذاکراتو ته ژمن دي.

د دې ډلې د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه رسنیو ته ویلي، چې دوی د پوځي لارو پرځای همېشه پر مذاکراتو ټینګار کړی او پر دولت یې تور پورې کړی چې له اختر وروسته د افغان دولت پلاوي د  خبرو لپاره تیار نه دي.

دا په داسې حال کې  ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او ورسره هممهاله په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.