له اختر وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې څو ځله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل راپورونه ورکول شوي، خو ویل کېږي چې تر اوسه هم د دغو مذاکراتو کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

په قطر کې ځینو آزادو خبریالانو رسنیو ته ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د نه‌پرمختګ لاملونه څرګند دي، چې یو له هغو په وروستیو کې په هېواد کې د طالبانو پوځي پرمختګ دی. 

د دوی په خبره، چې تر اوسه هم پر بنسټیزو مسایلو خبرې نه دي شوې، ځکه داسې ښکاري چې د جګړې ښېکلې غاړې، تر ډېره طالبان، د جګړې په ډګر کې د خپلو پرمختګونو له امله د سولې خبرو ته زړه نه ښه کوي.

ځینې شنونکي بیا لیکلي، چې طالبان د سولې په برخه کې له امریکا سره پر شوې هوکړې بې‌باوره دي، چې امریکا تر اوسه له طالبانو سره پر شوې هوکړه‌لیک عمل نه دی کړی.

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «محمد نعیم» بیا وایي، چې له اختر وروسته څو ځلې ناستې شوې، خو اعلان شوې نه دي.

د نعیم په خبره، چې طالبان او افغان دولت استازي سره په اړیکه کې دي او په دې ترڅ کې ځینې ناستې نااعلان شوې ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس میاشتې وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، خو داسې ښکاري چې لا هم پر هغو موضوعاتو هوکړه نه ده شوې، چې د خبرو اساس او اصلي مسیر پرې ټاکل کېدای شي.