ویل کېږي چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان به سبا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۹مه) د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت ویلي، چې دا یوه ورځنۍ ناسته به د مکې په ښار کې د سعودي په کوربه‌توب دایره شي او د پاکستان او افغانستان سفیران به هم پکې ګډون وکړي.

د دغه وزارت ویاند «ناصر حسیني» نن رسنیو ته ویلي، چې په دې انلاین کنفرانس کې به د دوواړو هېوادونو د حج او اوقاف وزیران هم ګډون وکړي.

بلخوا ځینو سرچینو د دې ناستې په اړه لیکلي، چې تمه شته، دغه کنفرانس به د سولې د ټینګښت په برخه کې ګټور تمام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې ده.