د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د دولت له استازیو سره لیدلي او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کړې دي.

یوناما پر ټویټر لیکلي، چې مېرمن لاینز د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې له ملیونونو زیانمن‌شویو کسانو سره د مرستې په تړاو غږېدلې ده.

یوناما لیکلي، چې د دې ناستې په ترڅ کې د زیانمن‌شویو کسانو د لاسنیوي پر مهال د ملګرو ملتونو د پرسونل پر خوندیتوب هم بحثونه شوي او په دې اړه د ګډې ژمنې موضوع مطرح شوې ده.

دوی زیاتوي، چې مېرمن لاینز له طالب استازو سره په هېواد کې د روان تاتریخوالي پر پایته رسېدو هم خبرې کړې دي.   

بلخوا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي، چې د عباس ستانکزي په ګډون ځینو پلاوو د یونانا له مشرې سره لیدلي او پر هېواد کې د امنیت د خوندیتوب په تړاو ورسره بحثونه  کړي دي.  

د نعیم په خبره، چې په دې ناسته کې د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو پر رول هم خبرې وشوې او په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر دوام بحثونه وشول.

نعیم زیاته کړې چې د دوی استازو یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خپل هوډ څرګند کړی او د ډیپلوماتانو د امنیت او مصونیت په اړه یې له خپله اړخه ډاډ ورکړی دی.