په قطر کې د طالبانو استازو ویلي، چې د سولې مذاکراتو لپاره تر اوسه رسمي وخت نه دی مشخص شوی، خو په خبره یې چې ټول مرکچي پلاوي یې دوحې ته رسېدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «محمد نعیم» رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه د مذاکراتو د بیاپیل لپاره رسمي وخت نه دی مشخص شوی او د دوی پلاوي د دغو مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي. 

د طالبانو یو تن ویاند هم ویلي، چې د دوی مرکچي پلاوي ټول دوحې ته رسېدلي او هلته د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره په تیاري بوخت دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوو یوې غړې «فوزیې کوفي» ویلي، چې د سولې خبرو د بیاپیل لپاره طالبانو ته په تمه دي، چې کله به یې پیلوي.

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیې انوري» رسنیو ته ویلي، چې د افغان سولې لپاره دواړه اړخونه د یوې اجنډا په جوړولو بوخت دي چې دا خبرې ژر تر ژره بېرته پیل شي. 

د افغان حکومت د مرکچي پلاوو یوه ډله پرون دوحې ته روانه شوه، خو د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې تر اوسه هم ټول غړي دوحې ته  نه  دي رسېدلي او ځینې یې په کابل کې پاتې دي.

د افغان سولې په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د مې میاشتې له لومړۍ نېټې تر اوسه له ۳۰ تر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی. 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټاکام) د یوې خبرپاڼې له مخې چې دوی تر اوسه د امریکا دفاع وزارت ته’ C_۱۷۳۰۰’ طیارې، او ۱۳۰۰۰ د دفاع لوژیستیکي تجهیزات سپارلي، همداراز متحده ایالاتو په رسمي ډول د افغانستان دفاع وزارت ته شپږ تاسیسات سپارلي دي.