د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخوانی مشر او د امریکا منځني ختیځ انسټیتیوټ څېړونکی، جنرال جوزف ووټل ویلي، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو مرکزونه بند کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان باید د طالبانو په مشرتابه چې د دې هېواد پټو مرکزونو نه په افغانستان کې بریدونه کوي، فشار واچوي، او د طالبانو مشران مجبوره کړي چې د سولې خبرو ته راوګرځي.

جنرال ووټل ټینګار کړی چې پاکستان اوس هم د طالبانو په مشرانو ډېر اثر لري او د افغان سولې بهیر کې باید له افغانستان سره ښه رول ولوبوي.

ښاغلي ووټل ویلي:

کله چې  پوځ کې وم، نو د پاکستان له پوځي مشرانو په ځانګړي توګه جنرال باجوه سره مې ډېر نږدې کار کاوه. مونږ په دې هڅه وو چې  پاکستان دې ته تشویق کړم چې افغانستان کې زمونږ د سولې د کوششونو ملاتړ وکړي. مونږ یو څه پرمختګ ولید، خو کافي نه و.

هغه دغه راز ویلي، چې  طالبان سیاسي جوړجاړي ته لېوالتیا نه‌لري. هغوی اوس هم په دې فکر دي، چې خپلو اهدافو ته د جګړې د لارې رسېدلی شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي جنرالانو د افغان سولې بهیر راتلونکې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې او ټینګار یې کړی و چې پاکستان باید پر طالبانو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته کېني.