افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکسنډر ویلي، اسراییلي ځواکونو په غزه کې اوربند اعلان کړ، خو په وینا یې د پاکستان پوځ به څه وخت په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، که په افغانستان کې له ننګرهار نیولې بیا تر هرات پورې وژل شویو افغانانو ته د فلسطین نیمې برخې مرګ ژوبلې په شان پام کېدای، د پاکستان دغه جګړه به ډېره پخوا ختمه شوې وای.

په فلسطین کې د حماس ډلې او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو وروسته اسراییلي ځواکونو پرېکړه وکړه چې خپل بریدونه دروي او اوربند اعلانوي.

په ورته مهال په افغانستان کې هم یو شمېر سیاستوالو، ټولنیز فعالانو او ځوانانو په اعتراضیه ډول لیکلي، چې اسراییل په فلسطین کې جګړه ودرولی شي، نو طالبان ولې په افغانستان کې جګړه نه ختموي؟

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

اسراییل په فلسطین کې اوربند اعلان کړ، خو طالبان له افغانانو سره اوربند نه کوي!

دغه راز د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي.

هغه ویلي،  نړۍ نن د پوهې داسې کچې ته رسېدلي چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي نه وژني، خو په خبره یې افغانان هره ورځ وژل کېږي او څوک ارزښت هم نه ورکوي.

بلې خوا په افغانستان کې بیا د ټولنیزو شبکو ګڼو فعالانو کاروونکو په دوحې کې د طالبانو د دفتر تړلو انلاین کمپاین په لار اچولی.

دوی ټینګار کوي چې طالبان سوله نه کوي او لا یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، نو دفتر یې باید وتړل شي.