د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د کانګرس بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي، هغه وړاندوینه چې وسله‌‌وال طالبان به د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په زور کابل ونیسي، غلطه او بې‌ځایه ده.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی، چې په زور واک ترلاسه کول به طالبان له ناوړو پایلو سره مخ کړي.

نوموړي دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد او سیمه کې د امریکا د اهدافو ، د طالبانو لپاره پر غوراویو او د سولې بهیر کې د پاکستان پر رول هم  وغږيد.

که څه هم په دغه غونډه کې د یادې کمېټې غړو له افغانستان څخه د پاتې ځواکونو د اېستلو په هکله خپله ژوره اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ښايي دا چاره د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سبب شي.

دوی اندېښنه ښوودلې، چې د دې امکانات ډېر دي چې طالبان په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، ځکه دوی لا هم القاعده سره اړیکې لري.

د یادو اندېښنو په هکله خلیلزاد ډاډ ورکړی چې دا وړاندوینه چې ګواکې طالبان به په ورز کابل ونیسي او افغان پوځ به ټوټه شي، غلطه او بې‌ځایه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي وو چې ښایي طالبان د امریکا له وتلو وروسته په زور د واک ترلاسه کولو هڅې وکړي.