د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکمني سیال رشید مریدوف سره د ټاپي پروژې د ګازو د نللیکې د رغونې د راتلونکو پړاوونو په اړه غږېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره‌شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، محمد حنیف اتمر او رشید مریدوف پرون دوشنبه په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییز اتصال د لویو پروژو په اړه خبرې کړي دي.

په دې بیانیه کې، چې نن (سه‌شنبه د غويي ۲۸مه) سهار وختي خپره شوه، د حنیف اتمر او مریدوف د تلفوني خبرو یادونه پکې شوې ده.

اتمر او مریدوف همداراز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د نل لیکې د تطبیق پر اهمیت او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په نورو برخو کې د اقتصادي همکاریو په اړه هم سره غږېدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو خبرو کې مریدوف اتمر ته د ټاپي پروژې د راتلونکو پړاوونو د کار پرمختګ لپاره د ترکمنستان د تیاریو په اړه هم معلومات ورکړي.