ارشیف

شاهین قول اردو وايي، امنیتي ځواکونو په فاریاب کې هوایي برید کړی، چې د دغه ولایت لپاره یې د طالبانو د یوه نظامي مسوول په ګډون ۱۹ وسله‌وال طالبان وژلي او شاوخوا ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د قول اردو د اعلامیې له مخې، چې برید تېره ورځ د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډۍ ترسره شو، چې لسګونه وسله‌وال طالبان پکې مړه او ژوبل شول.

دوی دا هم ویلي، چې په وژل‌شوي وسله‌والو کې د ۳ پاکستاني اتباعو په ګډون د المار او بالامرغاب ولسوالیو لپاره نومول شوي ولسوالان هم شامل دي.

بلخوا طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې څو شپې وړاندې افغان ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او په وینا یې، چې که طالبان سوله ونه کړي، نو د هېواد په هره برخه کې به ووژل شي.