په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالی ۸ ورځې پوره شوې، خو لا هم د دغه جګړې د پای نښه نه ښکاري.  

پر غزه د اسراییل پرله‌پسې بمبارۍ نړیوالې اندېښنې پیدا کړې او له اسراییل غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دې هوايي بریدونه بند کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل او په غزه کې د فلسطیني وسله‌والو ترمنځ تر اته ورځني تاوتریخوالي وروسته د اوربند غوښتنه کړې او په خبره یې چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې ویلي چې امریکا د روان تاوتریخوالي پر پایته رسېدو کار کوي.

د سپینې ماڼۍ د یوه بیان له مخې، چې بایډن له اسراییل غوښتي چې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره پرله‌پسې هڅې وکړي. 

دوی زیاته کړې، چې ولسمشر بایډن د اوربند او تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره د مصر په ګډون له ځینو شریکانو سره د امریکا د پرله‌پسې هڅو یادونه هم کړې ده. 

بلخوا جرمني، بریتانیا، مصر او فرانسې هم په غزه کې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې او له اسراییل یې غوښتي چې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخنیوی وکړي.

په غزه کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ په روان تاوتریخوالي کې تر اوسه د ۶۱ ماشومانو په ګډون ۲۱۲ کسان وژل شوي دي.