په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، پروسږ (۲۰۲۰م) کې د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، چې ښايي سږ کال نور هم لوړ شي.

په ریاض کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې عربستان ته د افغان سوداګرو صادرات دوه چنده زیات شوي دي. 

د سفارت په وینا، چې دا صادرات په ۲۰۲۰م کې زیات شوي او کېدای شي چې سږ (۲۰۲۱م) کې عربستان ته د افغانستان صادرات نور هم زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزښت له پلوه د افغانستان صادرات په ۲۰۱۹م کې ۱۳ میلیونو ته رسېده، خو په ۲۰۲۰م کې دا ارزښت شاوخوا ۲۸ میلیونه ډالرو ته ورسېده او د سفارت د اټکل له مخې، چې د افغانستان د صادراتو دا ارزښت به په ۲۰۲۱م کې ۴۲ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

افغانستان د هوايي دهلیزونو له لارې سعودي عربستان ته تر ډېره وچه مېوه، زعفران او قالینې لېږدوي.