د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان مشرانو غیر مسوولانه څرګندونې به د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ  باور فضا زیانمنه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان سفير ته په يوه بيان کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغان مشران په وروستيو کې غیر مسوولانه څرګندونې کړي او پر پاکستان یې تورونه لګولي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د دوه اړخيزو مسایلو د حل لپاره باید په رسمي توګه بحث وکړي.

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته په خپل سفر کې خلکو ته ویلي وو، چې له پاکستانه هېڅ قوم خوشاله نه دی. پښتانه په يو ځای کې ورته پاڅېدلي دي، پر پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) څه ظلم يې پرې روان کړی دی نن هم علي وزير بندي دی ځکه چې خپل حق يې غوښتی دی، بلوڅان د خپل حق دپاره جنګيږي.

ښاغلي محب دغه راز ویلي وو:

پاکستان ته چې د هند نه خلکو کډې کړې وې نن هم په سيند کې د مهاجر په نوم ياديږي په داخل کې د پنجاب پارټيانې راپاڅېدې وې ويل چې نور په مسلمانانو دا ستم بس دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغسې بې اساسه تورونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور شته فضا زیانمنه کړي او ستونزې به راولاړې کړي.