د کرنې وزارت مسوولین وایي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰ زره او ۶۸۵ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو کې د انارو او مڼو سړې خونې، کشمش خونې، د پیازو او کچالو ساتنځایونه او د مېوو او ترکاریو د وچولو دستګاوې شاملې دي.

د یادو پروژو ټول‌ټال لګښت شاوخوا پنځه نیم میلیارده افغانۍ کېږي چې د افغان حکومت له خوا تمویلېږي.

د دغه وزارت په خبره، د دې پروژو په ګټې اخیستنې سره به ۲۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ترڅنګ به یې د دولت عواید هم لوړ شي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي خامه پرس ته وویل، د دې پروژو موخه د وارداتو پر ځای په صادراتو زیاتوالی او د افغاني زراعتي محصولاتو ښه پروسس دی.