
په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی، چې په ترڅ کې یې پر ځینو رسنیو هم بریدونه شوي.
پرون د اسراییل هوايي ځواک پر غزه تازه بمباري وکړه، چې د ملکي وګړو په ګډون یې د ځینو رسنیو، لکه الجزیره او اسوشیټډ پرس آژانس دفترونه هم په نښه کړل.
د اسراییل په دې کار سره ډېرو نړیوالو رسنیو غبرګونه ښکاره کړي او د دوی پرلهپسې بمباري یې له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
بلخوا ملګري ملتونه غواړي، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پېښشوی کړکېچ ژر تر ژره پایته ورسېږي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله ټینګار کړی، چې د جګړې ښېکلې غاړې دې له پاروونکو خبرو لاس واخلي او ژر تر ژره دې د کړکېچ زیاتولو پر ځای تاوتریخوالی کم کړي.
بل لور ته د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه پیل شوي او پر غزه یې د اسراییل وروستۍ بمباري غندلې ده.
په لندن، فرانسه، جرمني، لبنان، اردن، عراق او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د فلیسطنیانو په ملاتړ لاریون کوونکو غوښتي، چې پر غزه بمباري ټولوژنه ده او باید چې ژر تر ژره ودرول شي.