د افغانستان برښنا شرکت ویلي، د وارداتي برښنا هغه دوې پایې به په شلو ورځو کې جوړې شي، چې نن سهار (جمعه) د کابل په کلکان ولسوالۍ کې په بمونو ویجاړې شوې.

د یاد شرکت په خبره، چې د دغو ویجاړوشویو پایو د بېرته جوړېدو لپاره یې سیمې ته تخینکي ډله لېږلې، چې د اوس لپاره یې د برښنا بهیر په موقتي توګه نښلولی، خو زیاته کړې یې ده، چې ښايي د رغولو چارې یې په ۲۰ ورځو کې بشپړې شي.

برښنا شرکت د دغو پایو د تخریب له امله د ۳ لکه امریکايي ډالرو د تاوان خبره هم کړې ده.

په کلکان کې د دغو پایو د ویجاړولو مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌‌والې ډلې نه دی منلی، خو افغان حکومت څه وخت وړاندې په دې سیمه ځینې نامسووله وسله‌وال نیولي وو، چې د وارداتي برښنا د پایلو په ویجاړولو تورن وو.

د افغانستان برښنا شرکت د ویاند «سنګر نیازي» په وینا، چې د برښنا دا دوې پایې نن (جمعه، د غويي ۱۷مه) سهار ۴ بجې او ۲۵ دقیقې د کابل کلکان ولسوالۍ په میرازخېلو سیمه کې په بمونو ویجاړې شوې، چې ورسره د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د وارداتي برښنا بهیر له پرچاو سره مخ شو.