د جو بایډن ادارې اعلان کړی، چې نورو کمپنیو ته د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د امریکايي واکسین د جوړولو اجازه د امریکا ګټور اقدام دی.

د یادې ادارې په خبره، چې کورونا یوه خطرناکه وبا ده، خو د ژر تر ژره مخنیوي لپاره یې د امریکا دولت د دا ډول پرېکړې ملاتړ پکار دی.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ د برخې استازې ‘کاترینا تای’ هم کورونا یوه نړیواله وبا بللې او نورو کمپنیو ته د واکسین جوړولو اجازه یې د دې ویروس د ژر له منځه‌وړلو لپاره مهمه بللې ده.

همداراز د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ‘ټېډروس ادهانوم ګیبریوسس’ د متحده ایالاتو اعلامیه له کورونا سره د مبارزې لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې نړیوالې روغتیا ته د شته ګواښونو پر وړاندې د متحده ایالاتو د مشرتابه ژمنه یوه پیاوړې بېلګه ده.

خو بلخوا بیا د درمل‌جوړولو نړیوال فدراسیون اندېښنه څرګنده کړې او د امریکا دا اجازه یې په دې برخه کې له ستونزو ډکه ګڼلې ده.

د دغه فدراسیون په خبره، چې د کورونا واکسین مغلق دی، که یې د جوړېدو اجازه ورکړل شي، نو نه یوازې به یې تولید ورسره زیات شوی نه وي، بلکې په راتلونکي کې به پکې د نوښت کموالی محسوس شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ځینې هېوادونه د کورونا وبا تر دویمې او درېیمې څپې لاندې دي، چې له امله یې د هند او ایران په ګډون، په هرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.