
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې یې له پرمختیايي شوراګانو سره د ۱۵۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړي.
له دغه وزارته په خپرهشوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغو ۱۵۸ پروژو تړونونه د څه باندې یو میلیارډ افغانیو په لګښت لاسلیک شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د دغو پروژو له ډلې د کندهار په ارغنداب کې ۱۳۸ هغه پروژې دي، چې په بیارغونه یې ۸۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د اعلاميې له مخې، چې دا پروژې به د بادغیس، فراه، غزني، جوزجان او کونړ په ګډون د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې پلې شي، چې د استنادي دېوالونو، د کرنیزو کانالونو، بولډر دیوالونو، کاریزونو او سولر پمپونو جوړول پکې راځي.
ویل کېږي چې پر دې سربېره په دغو تړونونو کې هغه پروژې هم شاملې دي، چې رغنیزه بڼه لري، یعنې د جګړې له امله د ورانیو بیارغولو چارې ترسره کول پیلېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پليکېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې څه وخت مخکې د اوبو د تنظیم ملي ادارې هم په هېواد کې سږکال د اوبو د ۴۴ لویو او وړو بندونو د جوړولو خبر خپور کړ، چې په وینا یې دغه بندونه به تر جوړېدو وروسته، د ۱۲۰۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او ۹۷ میګاواټه برېښنا انرژۍ د تولید ظرفیت ولري او دغه راز ۳۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.