په واشنګټن کې نوې رامنځته‌شوې ادارې په ریاض تازه نیوکې پیل کړې، چې تر ډېره په سعودي کې پر بشري وضعیت انتقاد دی.

واشنګټن او سعودي چې د ټینګو اړیکو پر اساس په خپلو کې نږدې شریکان دي، خو په امریکا کې تر نوې جوړې شوې ادارې وروسته د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تګلارو بدلون رامنځته شوی، چې دا بدلون د واشنګټن د نوې ادارې لخوا په ریاض کې پر بشري وضعیت له تازه نیوکو پیل کېږي.

د معلوماتو له مخې، چې واشنګټن په سعودي کې پر بشري وضعیت سربېره په سیمه کې د ریاض پر تګلارو هم انتقادونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو  کې بیا د سعودي او ایران ترمنځ د سیاسي کړکېچونو ګراف په ټیټېدو دی او د دغو دواړو هېوادونو د چارواکو غبرګون یو تر بله نرم ښکاري.

په دې تړاو د عراق ولسمشر «برهم صالح» هم ویلي، چې د سعودي او ایران ترمنځ وروستۍ ناستې ګټورې دي او په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته‌شوې شخړې کمې شي.

صالح زیاته کړې، هېواد یې څو ځله د ایران او سعودي ترمنځ د ناستو کوربه و او په وینا یې چې دا خبرې د دغو دواړو هېوادونو لپاره ګټورې د باور وړ دي.