ارشیف

افغان چارواکي وایي، د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۵۰ ډېرو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو تر ۵۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۶ ژوبل کړي دي.

د غلام بهاالدین جیلاني په وینا، چې دغو خونړیو سیلابونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیانونه هم اړولي، چې له ۱۰۰۰ کورنو څخه یې شاوخوا ۳۰۰ کورونه تخریب کړي دي.

جیلاني دا هم ویلي، چې سېلابونو ډېر څاروي هم وړي، چې شمېر یې  ۲ زره او ۵ سوو ته رسېږي.

دا اونۍ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې شدید اورښتونه وشول، چې د خونړیو سیلابونو په راوتلو سره یې د هرات په ګډون د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.